هند خپلو وګړو ته امر کړی چې ایران او اسراييل ته له سفر ډډه وکړي. د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په سیمه کې وروستي وضعیت ته په کتو ټولو هندي وګړو ته سپارښتنه کیږي چې پورتنیو دوو هېوادونو ته سفر و نه کړي. اعلامیې زیاته کړې، هغه هندي وګړي چې اوس په اسراييل او یا ایران کې دي، ځانونه دې د هند له سفارتونو سره ثبت کړي او خپل ګرځېدل دې محدود کړي.
































