فرانسې او کاناډا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ورځو کې ایران، لبنان، اسراییل او فلسطین ته له سفر کولو څخه په کلکه ډډه وکړي. په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسراییلو یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د اوو تنوله وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده. په یوې بیړنۍ غونډه کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن همدارنګه غوښتنه کړې ده چې په ایران کې د فرانسوي ډپلوماتانو کورنۍ له دغه هېواد څخه وایستل شي او د فرانسې ملکي کارمندان یادو هېوادونو ته ونه لیږل شي.
































