په اروزګان ولایت کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د ا روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، له تېرې ورځې راهیسې د رزګان په مرکز ترینکوټ او ټولو ولسوالیو کي د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه او شاوخوا ۳۰۰ کورنه ویجاړ شوي او همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکي له منځه تللې دي. د سیمې خلکو ویلي، د هغو درې تنو چې سېلابونو وړي، جسدونه یې هم تر اوسه نه دي موندل شوي.
































