د اسټرلیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ایران کې يې خپلو ډیپلوماتانو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له تهران څخه بهر ونه وځي. اسټرلیا داسې مهال خپلو ډيپلوماټانو ته دا خبرداری ورکړی، چې د اپرېل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په یوه هوایي برید کې د ایران د اوو سرتیرو له وژل کېدو وروسته، تهران اسراییل پړ بللی او د غچ اخیستنې خبرداری یې ورکړی.
































