د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، نن او سبا په هېواد کې د سختو ورښتونو، واروې او سیلابونو اټکل کړی دی. د هوا پېژندنې ریاست ویلي، د پلازمېنې کابل په ګډون به په ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتیا، بدخشان، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، بامیان او یو شمېر نورو ولایتونو کې نن او سبا هم واوره، تیز بارانونه، تالنده برېښنا وي چې له امله یې د سختو سیلابونو راوتلو اټکل کیږي. په دغو سیمو کې د ورښتونو کچه له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو ښودل شوې ده.
































