د میدان وردګ ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یادې ولسوالۍ په خوات سیمه کې د غشي ویشتلو اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي. د دې سیالیو په پیل لوبه کې ذاکرخېلو لوبډلې خپلې سیالې دوران لوبډلې ته ۳۷ ـ ۸ نمرو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
































