سي این این د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا لیدلي، چې د ایران حکومت په هیواد کې دننه بې پیلوټه الوتکو او کروز میزایل د ځای پر ځای کولو په حال کې دی. دا تیاری د احتمال څرګندوي، چې ایران په اسراییل برید ته چمتو کېږي. د راپور له مخې امریکا په ایران کې د شاوخوا سلو کروز توغندیو د چمتو کولو حالت څارلی دی.
































