المان خپلو وګړو ته له ایران د وتلو خبرداری ورکړی، ویل کېږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړې ګواښ شتون لري او الماني وګړي په ایران کې د خپلسرو نیولو له خطر سره مخ دي. المان داسې مهال خپلو وګړو ته دا خبرداری ورکړی، چې د اپرېل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په یوه هوایي برید کې د ایران د اوو سرتیرو له وژل کېدو وروسته، تهران اسراییل پړ بللی او د غچ اخیستنې خبرداری یې ورکړی.
































