د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ ۴ تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي. روغتیايي مسوولینو ویلي، چې د درېیو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي چې تازه د سرپرست حکومت د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایدد او ټاکل شوې په عملي کېدو سره یې د ترافیکي پېښو په کچه کې کموالی راشي.
































