د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا پر ایران د اسراییلو ځوابي برید ملاتړ نکوي، ونډه پکې نه اخلي او مخالفه یې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې جو بایډن اندېښه څرگنده کړې چې بنیامین نتانیاهو هڅه کوي څو امریکا په منځني ختیځ کې یو پراخ جنگ کې دخیله کړي.