په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو په نږدې کېدو دی، یو شمېر دغه کډوال وايي، چې دا مهال له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. دوی زیاتوي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل کړې ده او دوی نشي کولی په عادي ډول سره تګ راتګ وکړي. له دې سره سم بیا په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل په پاکستان کې د افغان کډوالو د خلاصون لپاره د هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.
































