د کابل په صنعتي پارکونو کې د یو شمېر کارخونو خاوندان په خپلو فابریکو کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، یوازې د ورځې برېښنا ورکول کېږي او د شپې لخوا تولید نشي کولی. خو د برېښنا شرکت وايي، چې دغه اداره هڅه کوي، چې په پلازمېنه کې کارخونو لرونکو ته برېښنا ورسوي. د کانونو اوصنایعو خونې د معلوماتو له مخې د کابل په صنعتي پارکونو کې شاوخوا ۶۰۰ کارخونې فعالیت لري او په وینا یې که په دوامداره توګه برېښنا ورته برابره شي، نو د یادو کارخونو د تولیداتو له ډېرښت سره سره به سلګونو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
































