د اروزګان، کونړ، پنجشېر او غور چارواکو په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی. د اروزګان د طبعي پېښو پر وړاندی د چمتوالي رییس عبدالله خالد وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله درې ماشومان سېلابونو وړي او همداراز د چنارتو ولسوالۍ اړوند شفلوغ سیمه کې د خلکو له لوري جوړ شوی یو چکډم هم تخریب شوی او ځینې برخې یې اوبو وړې دي. په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، چې د دغه ولایت په تولک، ساغر ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله یو شمېر هستوګنیز کورنه ویجاړ شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. په همدې حال کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې مدير احسان ویلي، چې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلا بونو له کبله لسګونه کورونه نړېدلي او د یوې بانډې د راپرېوتو له کبله د ۷۰ څارویو د تلف کېدو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
































