پر اسراییلو د ایران له غچ اخیستونکي برید وروسته د اسراییلو د ملي امنیت وزیر پر ایران دځپونکي برید غوښتنه کړې ده. ایتامار بین ګویر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تر دې دمه یوه اغېزمنه دفاع شوې، خو اوس مونږ یوه ځپونکي برید ته اړتیا لرو. د شنبې په ورځ ناوخته ایران پر اسراییلو د سوریې د سفارت د برید په غچ کې پر اسراییلو چاودیدونکي بې پیلوټه الوتکې او توغندي وتوغول. د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ویاند تایید کړې، چې ایران پر اسراییلو څه باندې ۱۷۰ بې پیلوټه الوتکې، له ۳۰ زیات کروز توغندي او له ۱۲۰ ډېر بالستیک توغندي ویشتلي دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسراییلو د هغو ۹۹ سلنه په هوا کې له منځه وړي دي.