د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر اسراییلو د ایران د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو يې غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي. ګوټرېش په یوه بیان کې ویلي چې نړۍ د بلې جګړې زغم نهلري. نوموړي دغه راز پر اسراییلو د ایران پراخ هوايي برید په کلکه غندلی او د کړکېچ د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې. بلخوا پر اسراییلو د ایران توغندیز برید ته د غبرګونونو په لړ کې جرمني، دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولټز ویاند ویلي چې دغه هېواد له اسراییلو سره ولاړ دی. د نوموړي په وینا، د ایران یاد غیرمسوولانو او غیرعادلانه برید د جګړې د پېښېدو ګواښ زیات کړی دی. بریټانیا هم د ایران بریدونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلي دي.