د هرات ولایتي چارواکو ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه د هرات مرستیال والي، د قزاقستان د سفیر او د سوداګرۍ خونې د رییس په شتون کې په هرات ولایت کې پرانېستل شوه. د چارواکو په خبره، چې دغه خونه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده. بلخوا به د دې خونې له لارې افغان او قزاقي سوداګر هڅه کوي، چې د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو حجم زیات کړي.
































