د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی نن په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې لیکلي، چې د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، پانګونې او یو شمېر اړونده موضوعاتو خبرې وشي.