په کابل کې یو شمېر کارګر ماشومان د خپل بد اقتصادي وضعیت او همداراز له زده کړو د لرې پاتې کېدو له امله سخت اندېښمن دي. دوی له سرپرست حکومت د مرستو غوښتنه لري او همداراز دوی ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو غوښتونکي دي. له دې سره سم د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې له کارګرو ماشومانو د ملاتړ په موخه د دوی هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
































