د ترافیکو ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اختر په شپو او ورځو کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي دي. یاد ریاست وايي، په دغو ترافیکي پېښو کې ۱۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د ترافیکو ریاست د معلوماتو له مخې په مړو شویو کې ۲۹ تنه نارینه، ۸ ښځې او ۱۳ ماشومان دي. یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په ټپیانو کې ۱۱۸ تنه نارینه، ۳۵ ښځې او ماشومان شامل دي. د ترافیکو عمومي ریاست وايي، هرات د ۱۹، غزني د ۱۱ او پکتیکا د ۱۰ ټرافیکو پېښو په درلودلو سره هغه ولایتونه دې چې ډيرې ټرافیکي پېښې پکې رامنځته شوې دي.