طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د وروستیو څلورو ورځو د ورښتونو او سېلابونو مړینې زیاتوالی موندلی او تراوسه په دغو پېښو کې ۵۰ تنو خپل ژوند بایللی دی. دغه وزارت په دغو پېښو کې د ۳۶ تنو د ټپي کېدو پخلی هم کوي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د دغو پېښو په پایله کې ۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۴۰۰ څاروي هم تلف شوي دي. په بادغیس، روزګان، فراه، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، کابل، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان هغه ولایتونه دي چې سېلابونو له خلکو ډېره قرباني اخیستې ده. بل لور ته له دغو سېلابونو ځينې زیانمن شوي د سختو مالي زیانونو له ور اوښتو خبر ورکوي او ستونزو ته یې د رسېدو غوښتنه کوي.