په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه د سرطان ناروغانو ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې د استازولۍ چارسمبالې، رافایلا ایوډیس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د سرطان ناروغانو لیدلو ته ورغلې او له نږدې یې د هغو د مراقبت او درملنې بهیر لیدلی دی. هغې ویلي، اوس مهال د سرطان ناروغانو لپاره یوازې همدغه یو مرکز دی او دوی هڅه کوي چې د روغتیا نړۍوال سازمان- افغانستان څانګې سره په ګډه په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.
































