د ګرديز – خوست لويه لار چې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه نن سهار د کوچنیو موټرو پر مخ بېرته پرانيستل شوه. د پکتیا د ټولګټو چارو رياست د کار او ساختمان امر محمدرسول کريمي وايي، دغه لار تېره شپه شاوخوا ۹ نيمې بجې د پکتيا اړوند سټو کنډو سيمه کې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، چې د دوی کاري ډلې نن سهار د کوچنيو موټرو پر مخ خلاصه کړه. هغه زیاته کړه چې د دې لارې د بشپړ خلاصون هڅې لا هم روانې دي او تمه ده نن د ورځې په لړ کې يې د لويو موټرو پر مخ خلاصه کړي.
































