د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د ادې روغتون د یوې څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی دی. ادې روغتون او ګروپ چې د یوې نړیوالې کمپنۍ برخه ده تېر کال یې د محمدنبي په نوښت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي. محمد نبي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د لویدیځې برخې د خلکو د غوښتنو په اساس یې دا روغتون چې د ده په خبره، په نړیوالو معیارونو برابر دی پرانیست. ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او د نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې اکثر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.
































