د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون له پاکستانه لس افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې. دغه وزارت وايي، د تازه راستنو شویو کډوالو شمېر ۵۳ تنه وو او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته ورپېژندلي دي. پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو د اپرېل میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل کړی. پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو په لومړي پړاو کې تر نیم مېلیون ډېر افغان کډوال له دغه هېواده و اېستل.
































