تسنيم خبري آژانس د رويټرز په حواله خبر ورکړی چې د چين سينواک بيوتک شرکت د اګست په ۱۱مه په اندونيزيا کې پر ۱۶۲۰ ناروغانو د خپل جوړ شوي کرونا واکسين وروستۍ کلينيکي ازموينه پيل کړه.
دغه واکسين چې کروناواک نومېږي، له هغو ګوتو په شمار واکسينونو څخه دی چې کلينيکي ازموينې پړاو ته رسېدلي او د قانوني جواز اخيستلو وړتيا لري.
کروناواک واکسين له دې مخکې په برازېل کې پر ۹ ناروغانو د خپلې نهايي کلينيکې ازموينې پړاو پيل کړی دی.
دغه ازموينه په داسې حال کې په اندونيزيا کې پيل شوې چې د سويل ختېځې آسيا تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد کې کرونا ويروس په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د جولای تر ۱۱مې نېټې پورې په دې ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۲۷زرو ته رسېدلی دی.
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو په دې اړه ويلي چې د کرونا ويروس خطر به تر هغې ختم نشي چې ټولو خلکو ته واکسين نه وي ورکړی شوی.
دې ته په پام سره چې چين اوس تقريبا د کرونا ويروس پروړاندې بریالی شوی او په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر صفر ته نږدې شوی، سينواک شرکت اړ دی چې د خپل واکسين د پام وړ ازموينې له دغه هېواد څخه بهر ترسره کړي.
































