د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې، د کابل سیند په اوږدو کې اوسېدونکو ښاریانو ته خبر داری ورکړی، چې په یاد سیند کې د کثافاتو اچول لویه ښاري سرغړونه بلل کیږي. په بیان کې دغه راز له ټولو ښاریانو غوښتنه شوې، چې له دې ناوړه کړنې څخه دې په کلکه ډډه وکړي. د ښاروالۍ مسوولینو ټینګار کړی، چې سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د کابل سیند اوبه هم ډېرې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره په کابل سیند کې د کثافاتو اچول د وګړو ژوند زیانمن او له ګواښ سره مخ کوي او له بل لوري دا کثافات تر سروبي پورې د سیند په یوه برخه کې را ټولېږي او بندونو ته زیان رسوي.
































