د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د پنځم منار د بیا رغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغون پوهنې آمر رسنیو ته ویلي چې د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د هرات د پنځم تاریخي منار د ټینګښت چارې پيل شوې دي. هغه زیاته کړه چې لومړی فاز یې د اوسپنې په واسطه درول شوی او دویم فاز یې بې له کومې وسیلې درول کېږي . په ورته مهال د آغاخان بنسټ مسوول محمد داوود صادق بیا ویلي چې د یاد تاریخي منار د پاک کارۍ او د لرغونو دېوالونو د مشخص کولو لړۍ پیل شوې او له پلان سره سم د اصلي دېوالونو ترڅنګ تقویتي دېوالونه هم جوړېږي.
































