د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ولایت ۶۵ بېوزله کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړېږي. د مالوماتو له مخې دغه کوچني فارمونه په میدانښار، نرخ، جلرېز، چک، دایمیرداد او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې لپاره جوړېږي. د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګې او د چرګانو د ساتنې او پالنې وسایل وېشل شوي او په پام کې ده چې ورته د چرګانو کوچني فارمونه د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم جوړ شي.
































