د اورشلیم پوهنتون لخوا د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې ۵۲ سلنه اسراییلیان د ایران پر وړاندې د پوځي غچ اخیستو مخالف دي. دوی په دې نظر دي، چې پر ایران د اسراییل برید کولی شي د سیمه ییزو شخړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي. د اسراييلي ويبپاڼې ای ۲۴ نیوز د راپور له مخې؛ په دې سروې کې ۷۴سلنه ګډونوال دا هم وايي، چې که د ايران پر ضد اقدام د اسراییل اړیکې له خپلو متحدينو سره کمزورې هم کړي، نو اسراييل بايد غچ وانه خلي. د دغې سروې پایلې ښيي، چې ۴۸سلنه اسراییلیان د ایران پر ضد له دغه اقدام سره موافق دي او یو پر څلورمه برخه یې وايي، چې دا برید باید د ایران په خاوره کې ترسره شي. درې ورځې وروسته له هغې چې ایران پر اسراییل په سلګونو توغندي وویشتل، د دغه هېواد حکومت لا هم د دغه برید د ځواب په اړه بحثونه کوي.