د ننګرهار ولايت ځایي چارواکو ویلي، چې د خوږیانو ولسوالۍ په دروازګي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او درې نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره؛ پېښه د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې او د پېښې عاملین هم له سیمې تښتېدلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ترافیکو مدیریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې په تېره یوه اونۍ کې په ۱۰۲ ترافیکي پېښو کې ۵۰ کسان مړه شوي او ۱۸۵ نور ټپیان دي. د ترافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې؛ په مړو شویو کې ۲۹ تنه نارینه، ۸ښځې او ۱۳ ماشومان دي. د یادولو ده، چې د موټر او موټرسایکل چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو په پام کې نه نیول، ګړندی تګ او د ماشومانو له لوري د وسایطو چلول د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کیږي.
































