د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي د نړیوال امنیت او سیاست وضعیت په چټکې د تغیر په حال کې دی. د سرګي لاوروف په خبره امریکا پر نړۍ د واکمنۍ حرص لري خو ترڅنګ یې وېره او اندېښنه هم ورته ډېره شوې ده. لاوروف وایي ښايي امریکا له وېرې اټومي وسلو ته لاس وغځوي او اټومي بمونه استعمال کړي. نوموړي همدا راز ویلي چې له نړیوالو سره پر بحثونو بوخت دي څو په نړۍ کې د نظم او امنیت د ساتلو لپاره نوي تعهدات رامنځ ته کړي او اجازه ور نه کړي چې نړیوال وضعیت تر دې هم بدتره شي.
































