د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان السعود له خپل پاکستاني سیال، محمد اسحق ډار سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان ته د السعود د سفر او د دغې کتنې په ترڅ، کې د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ، د منځني ختیځ د وروستیو کړکېچونو او د سیمې د روان وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.