د پاکستان ملي ورځپاڼه د دغه هېواد د دولتي بانک له قوله په تېرو ۸ میاشتو کې افغانستان ته د څه باندې اووه سلنه صادراتو او ۵۹ سلنه وارداتو له کموالي خبر ورکوي. د پاکستان د ملي ورځپاڼې د راپور له مخې چین ګاونډيو هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو له پلوه د هېوادونو د نوملړ په سر کې دی او نور هېوادونه لکه بنګله دېش او افغانستان په دویم او درېيمو ځایونو کې دي. په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم په تېر یوه کال کې پاکستان ته د هېواد د صادراتو له ۲۴ سلنه کموالي او وارداتو له ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. په ورته مهال د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له اسلام اباده غوښتي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او سوداګریزو توکو د لېږد د کموالي په موخه د کراچۍ د اوسپنې پټلۍ ته تر پېښور پورې دوام ورکړي.