د ترکیې پولیسو په چناق قلعه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته د ۳۳ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې یې یو بل کس د انساني قاچاق په تور نیولی دی. ترکي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د کډوالو قاچاق د مخنیوي ادارې او د دغه هیواد د پولیسو د استخباراتو څانګې د ګډو عملیاتو په پایله کې د چناق قلعه په ښار کې لسګونه افغان کډوال په یوه پوسته کې تر پلټنو وروسته پېژندلي او نیولي دي. نیول شوي افغان کډوال د ایواجیک په نوم مرکز ته لیږدول شوي او په پام کې ده چې له ترکیې وایستل شي.
































