په پکتیا کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې شوي وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د منډک خېلو کلي اوسېدونکي وايي، کورونه يې د ورښتونو او سېلاب راوتو له امله زيانمن شوي او له دولتي ادارو او موسسو غواړي چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي. ورته مهال د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نثاراحمد نجات وايي، چې د موسسو په مرسته يې، پکتيا کې سروې پيل کړې چې په بشپړېدو سره به يې اړينې مرستې زيانمنو کورنيو ته ووېشل شي. د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د مسوولینو په وينا، تر اوسه د ورښتونو له امله تر ۶۰ پورې کورونه په نيمه او بشپړه توګه لهمنځه تللي دي.
































