د هلمند په نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو درې چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مسوولینو په خبره د یادو چکډیمونو رغنیزې چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې. د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د یادو چکډېمونو پر جوړېدو خوښي ښيي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه لري.
































