د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو، د کورونو د چت لوېدلو او د اورښتونو اړوند نورو پېښو له امله ۶۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. ډېر زیانونه په خیبر پښتونخوا کې اوښتي دي. راپورنه زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې ۱۳۷۰ کورونه هم نړېدلي، چې اوسېدونکي یې اوس مهال په سختو حالاتو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي. دغه راز د نړۍ په ځینو نورو برخو لکه منځني ختیځ، روسیې او افریقا کې هم سېلابونو په دې وروستیو کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.