د هند امنیتي ځواکونو خبر ورکړی، چې په چاتیسګړ ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۹ماویستان وژلي دي. ماویست جنګیالي د هند د ممنوع ګرځول شوي کمونیست ګوند غړي دي، چې د جګړې له لارې د اوسني نظام د پرځولو په هڅه کې دي. دا ګوند او غړي یې د هند د حکومت له خوا ترهګر ګڼل کېږي. ماویست جنګیالي د هند په مرکز او ختیځو برخو کې د کمینونو او ګوریلايي جنګونو له لارې فعالیت لري. رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې دا ماویستان داسې مهال وژل شوي، چې په نږدې ورځو کې په هند کې ټاکنې ترسره کېږي او تمه ده چې اوسنی صدراعظم نریندرا مودي د دریم ځل لپاره واک ته ورسیږي.