د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې تېرکال یې په افغانستان کې د محلي ټولنو په مرسته د اوبو نژدې ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړکړي دي. په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې په افغانستان کې بزګر، اوبو ته له لاسرسي پرته ژوند نه شي کولای او زیاتوي د اوبو دغه کانالونه به له دوی سره مرسته وکړي چې خواړه یې زیات، خپلې کورنۍ تغذیه او هم اضافي محصولات وپلوري او ژوند وکړي. بلخوا بیا په افغانستان کې د څو کلونو وچکالۍ وروسته، په ټول هیواد کې وروستیو ورښتتونو بزګران د راتلونکي کال ښه حاصل ته هیله من کړي دي.