د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مشر ریچارډ ترینچارډ په شتون کې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه کمپاین به د یاد ولایت په ۵ ولسوالیو کې ترسره شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو وایي، هڅه کوي چې د ځانګړو درملو په واسطه د روان کمپاین له لارې ملخان په نطفه کې له منځه یوسي؛ تر څو کروندګر یې له افت څخه خلاص شي. دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مشر ریچارډ ترینچارډ هم ډاډ ورکړی، چې دغې او د کرنې په نورو برخو کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.