د چين د اولمپیک لوبو سپورتي پلاوي د پاريس د اولمپيک په ۱۶۵ لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی.
د اپرېل ۱۷مه د پاريس اولمپيک لوبو ته سل ورځې پاتې دي .
د چین د دولتي سپورټ د عمومي ادارې مسؤل رسنيو ته ويلي، چې لوبغاړي به يې هڅې وکړي، چې په دغو سلو ورځو د سیاليو لپاره پوره چمتوالی ونيسي.
نوموړي ويلي، د پاريس اولمپيک لوبو ته د چمتووالي لپاره به د لوبغاړو د لارښونې سيسټم ښه کړي، د ملي لوبډلې د خدمت او تضمین وړتیاوې به پراخې او د فزیکي روزنې شدت به یې زیات کړي او لوبغاړي به یې د پاریس المپیک لوبو کې د غوره پایلو لپاره هڅې وکړي.