د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې د بېکارۍ د عواملو د پېژندلو او د کاري فرصتونو د پنځونې په موخه د کار ملي کنفرانس جوړوي. د یاد وزارت ویاند پر خپله اېکسپاڼه ددې کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی، خو د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې بیا د یاد وزارت د کار چارو مرستیال د کار نړیوال سازمان له تخنیکي استازو سره په لیدنه کې ویلي وو، چې دغه کنفرانس به په نیږدې راتلونکي کې جوړ شي. د مالوماتو له مخې په دغه کنفرانس کې به ګڼ اقتصادي چارو کارپوهان، سوداګر او پانګوال د بېکارۍ عواملو پر پېژندلو او د کاري فرصتونو پر پنځولو بحث وکړي. د یادولو وړ ده، چې په دې کنفرانس کې به د بحث په پایله کې دکار او ټولنیزو چارو وزارت عملي تګلارې او نقشې جوړې کړې، تر څو بېروزګاره هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي.