د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د هوا پېژندنې اداره وايي، د وري له ۳۱مې د غويي تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکنډي، بادغیس، غور، هلمند، روزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. د هوا پوهنې اداره وايي، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه د ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.