د پکتیا ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالي کې د یو کور د دېوال نړېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي چې ټول یې ماشومان دي وژل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ په کارېز سیمه کې د ډېر باران اورېدو له امله رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په پېښه کې د وژل شویو له ډلې پنځه یې نجونې او دوه هلکان دي چې د ټولو عمرونه تر نهه کلنۍ ښکته دي. د یادونې ده چې په پکتیا کې د وروستیو ورښتونو له امله ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
































