د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې کابو ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کالني راپور له خپریدو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانانو ته د مرستو لاس اوږد کړي. په افغانستان کې د دې ادارې د اړیکو یوه مسوول ضیاالدین ساپي ویلي، چې اوسمهال نږدې ۱۶ میلیونه تنه په دغه هېواد کې نه پوهېږي چې د یوه وخت خواړه به له کومه کوي. ساپي د خپلو خبرو په دوام کې ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې له څه باندې ۳۱۴زره راستنو شویو سره، چې کابو ۳۵ زره کورنۍ وې، مرسته وکړه.
































