د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته راغلې ده. دغه وزارت پرون ویلي، چې د ترکیې د ډاکترانو ډله به د افغان ډاکترانو په همکارۍ د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د یورولوژۍ پېچلي او اختلاطي جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي. دا ډله به همداراز له افغان ډاکترانو سره د یورولوژۍ په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان لپاره په روغتیايي سکتور کې له ستونزو ډک کال وي.