د سپین بولدک له لارې هېواد ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن شکایت کوي. را ایستل شوي کډوال وايي، پاکستاني پولیسو پرې دکور دېوالونه رانړول او جایدادونه او شتمنۍ یې ترې په زور اخستلې. په ورته وخت کې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، د پاکستان حکومت د دویم ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د سپين بولدک له لارې د راستنېدوکو کډوالو شمېر لس سلنه زیات شوی دی. د مسوولینو په خبره یوازې له کوچني اختره وروسته یوازې د سپین بولدک له لارې ۵۲۹ کسان په زور له دغه هېواده ایستل شوي دي.
































