رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن د جاپانيانو پر موټر برید شوی. د راپور له مخې پاکستاني پولیسو بریدګر وژلی او جاپاني وګړو ته زیان نه دی رسېدلی. بلخوا پاکستاني رسنۍ وایي، په دغه برید کې د جاپاني وګړو پاکستانی ساتونکی ټپي شوی دی.