هند کې نن سهار پارلماني ټاکنې پیل شوي چې د نړۍ تر ټولو پراخه ټاکنې بلل کیږي. د مالوماتو له مخې هند کې شاوخوا یو میلیارد وګړي د رایه اچولو په شرایطو برابر دي. د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي او متحدین یې په ټاکنو کې له لسو څخه د زیاتو مخالفو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې ولاړ دي. په دغه ټاکنو کې یو ګوند باید لږ تر لږه د پارلمان ۲۷۲ څوکۍ وګټي. د بهاراتیا جاناتا ګوند په مشرۍ نریندرا مودي په تېرو ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو ډېرې ۳۰۳ څوکۍ وګټلې.