د پاکستان نظامي چارواکو په یوه ناسته کې افغان سوله د سیمې امنیت او ثبات لپاره اړینه بللې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په یاده ناسته کې د افغان سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او د افغان حکومت له لوري یې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون ته په اشارې ویلي، چې افغانستان کې د سولې لپاره یو غوره فرصت برابر شوی او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بین الافغاني مذاکراتو ته سخته اړتیا ده چې هر څه ژر باید پیل شي. د یادونې ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له افغان سفیر سره په لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی و.
































